د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني سلاکار وحید عمر، کابل ته د روسیې د بهرنیو استخباراتو د رئیس د سفر په رسنیز کولو پر طالبانو نیوکه کړې او دا یې «پروتوکول کفر» بللی دی.
ښاغلي عمر ویلي، هېوادونو ته د استخباراتو د رئیسانو سفرونه معمولاً پټ وي او د ډیپلوماسۍ برخه نه وي. هغه ادعا وکړه چې طالبانو ځکه دغه خبر رسنیز کړ چې «په اسلامي او غیر اسلامي هېوادونو کې روسیه د دوی یوازینی دوست هېواد دی.»
هغه پر طالبانو تور ولګاوه چې «پنځوس کاله یې د روسیې، الحاد، امریکا، غلامۍ او جهاد په نوم ووژل»، خو نن طالبان له روسیې سره اړیکې «ویاړ او افتخار» بولي.
د غني پخواني سلاکار مسکو ته د متقي وروستي سفر ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې متقي په روسیه کې ویاړ کاوه چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له طالبانو خوښ دی.
دا نیوکې په داسې حال کې کیږي چې د راپورونو له مخې، د روسیې د بهرنیو استخباراتو رئیس د پنجشنبې په ورځ کابل ته رسېدلی او د طالبانو د استخباراتو له رئیس عبدالحق وثیق سره یې هم لیدلي دي.
د طالبانو حکومت تر اوسه د دې سفر او خبرو اترو د جزئیاتو په اړه څه نه دي ویلي، خو رسنیز کول یې د روسیې په څېر له سیمه ییزو قدرتونو سره د خپلو اړیکو د برجسته کولو لپاره د دې ډلې هڅه په ګوته کوي.
سرچینه: د وحید عمر څرګندونې
🌐