د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس فریلِسن کابل ته د خپل سفر په پای کې ویلي، چې دا ټولنه لا هم په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیت او د پولو هاخوا د هغوی د کړنو په اړه اندېښمنه ده.
په کابل کې د اروپايي ټولنې دفتر د پنجشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په دې سفر کې له طالب چارواکو او سیمه ییزو استازو سره په خبرو کې امنیت، د ښځو حقونه او "د افغانستان او پاکستان ترینګلې اړیکې" مهم موضوعات وو.
ښاغلي فریلِسن د اکتوبر له ۱۲مې تر ۱۴مې کابل ته سفر کړی و او د طالبانو له لوړپوړو چارواکو، ډیپلوماتانو، د ملګرو ملتونو او اسلامي همکاریو سازمان له استازو او د افغان مدني ټولنې له استازو سره یې لیدلي وو.
اروپايي ټولنې ویلي، چې په افغانستان کې عمومي امنیتي وضعیت "په ټوله کې ښه شوی"، خو د داعش خراسان په ګډون "د سیمه ییز او احتمالي نړیوال لاسرسي لرونکو ترهګرو ډلو د دوامداره شتون او له پولې هاخوا فعالیتونو" په اړه یې خبرداری ورکړ.
د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي ټینګار وکړ چې طالب چارواکي باید پر خپله ژمنه عمل وکړي چې "د افغانستان خاوره به د بل هېڅ هېواد د امنیت د ګواښلو لپاره ونه کارول شي."
دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې په افغانستان کې د فعالو وسله والو ډلو او د طالب چارواکو او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي د زیاتوالي په اړه سیمه ییزې اندېښنې لا هم پر خپل ځای دي.
سرچینه: Afghanistannews updates
🌐