د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د راپور له مخې، د ډونالډ ټرمپ اداره احتمال لري چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو د ارزونې راپور د امریکا له منځمهاله ټاکنو څخه مخکې خپور کړي. دا اقدام کولی شي په افغانستان کې د امریکا د شل کلنې جګړې د پای ته رسېدو په اړه بحثونه یو ځل بیا ګرم کړي.
دغې ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ، د تلې په ۲۷مه، د باخبره سرچینو په حواله لیکلي چې د امریکا اوسني او پخواني پوځي مشران د دغه راپور خپرولو ته ځانونه چمتو کوي. دا ارزونه د امریکا د دفاع وزیر پیټ هګست په امر ترسره شوې او په کې له یو شمېر هغو لوړپوړو پوځي افسرانو سره مرکې شاملې دي چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د افغانستان د پخواني حکومت له ړنګېدو وروسته یې د امریکايي ځواکونو د وتلو او تخلیې پر عملیاتو څارنه کوله.
پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپلو ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال ژمنه کړې وه چې د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو په اړه د جوبایډن د ادارې په پرېکړو کې ښکېل کسان به ځواب ویلو ته اړ کړي. ښاغلي هګست هم ویلي چې د دې ژمنې پوره کولو ته ژمن دی.
که څه هم د دغه راپور د خپرېدو دقیقه نېټه لا نه ده معلومه، خو واشنګټن پوسټ د خپلو سرچینو په حواله ویلي چې د دې ارزونې موندنې ښايي د نومبر له درېیمې نېټې له منځمهاله ټاکنو مخکې خپرې شي. د دوی په وینا، په راپور کې ښايي د هغو جنرالانو پر وړاندې د انضباطي اقداماتو وړاندیز وشي چې په هغه وخت کې ښکېل وو.
د کابل د تخلیې عملیاتو په اړه پخوانیو ارزونو ښودلې چې څو تنو لوړپوړو امریکايي جنرالانو په وار وار خبرداری ورکړی و چې د امریکايي ځواکونو بشپړ وتل به د افغان حکومت د چټکې ړنګېدو لامل شي. په دغو جنرالانو کې کینیت مکینزي، مارک میلي او اسټین «سکاټ» میلر شامل دي.
مارک میلي په هغه وخت کې د امریکا د پوځ د لوی درستیزانو د کمېټې مشر او د ولسمشر بایډن لوړپوړی پوځي سلاکار و. هغه او جنرال مکینزي ویلي چې په ۲۰۲۰ کال کې له طالبانو سره د ټرمپ ادارې تړون د ځواکونو د بشپړ وتلو لپاره، د افغانستان د ملي اردو او حکومت په ړنګېدو کې مهم رول درلود.
جنرال میلر، چې د تخلیې له عملیاتو یوه میاشت مخکې په افغانستان کې تر ټولو لوړپوړی امریکايي جنرال و، هم له امریکايي قانون جوړونکو سره په یوه محرمه مرکه کې ویلي و چې له وتلو وروسته یې د امنیتي وضعیت د چټک خرابېدو په اړه په وار وار خبرداری ورکړی و. د هغه په وینا، افغانستان د ۲۰۲۰ کال له مارچ میاشتې راهیسې، د دوحې له تړون لږ وروسته، په داسې وضعیت کې و چې "په اور کې سوځېده".
سرچینه: واشنګټن پوسټ
🌐