د طالبانو د حکومت د رسنیزو شکایتونو او سرغړونو د څیړلو کمیسیون د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتي چارو د معین، مهاجر فراهي، په مشرۍ غونډه وکړه. په دې غونډه کې، په افغانستان کې د رسنیو د فعالیتونو اړوند په څو کلیدي موضوعاتو بحث او پریکړې وشوې.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د غونډې یو اساسي محور په رسنیو کې د "بهرنیو اصطلاحاتو" د کارولو مخنیوی و. دې کمیسیون له ټولو رسنیو غوښتي چې د بهرنیو کلمو پر ځای د هیواد په ملي ژبو کې له منل شویو معادلونو څخه کار واخلي. دا پالیسي د طالبانو د هغو هڅو یوه برخه ده چې غواړي ملي ژبې او هغه څه چې دوی یې "کلتوري سپیڅلتیا" بولي، ترویج کړي.
په دې غونډه کې د یو شمیر خبریالانو، په ځانګړې توګه د تجلا او چنار راډیوګانو د کارکوونکو ستونزو ته هم رسیدګي وشوه او د دې ستونزو د حل لپاره لازمې پریکړې ونیول شوې. د دې ستونزو او نیول شویو پریکړو په اړه په خبرپاڼه کې جزئیات ندي ورکړل شوي.
د دولتي ادارو او رسنیو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا د بحث یوه بله موضوع وه. د کمیسیون غړو اطلاعاتو ته د خبریالانو د لاسرسي لپاره د یوه شفاف او کارا میکانیزم پر جوړولو ټینګار وکړ. په دې برخه کې، پریکړه وشوه چې اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د شته ستونزو د حل لپاره د چارواکو او خبریالانو لپاره روزنیز سیمینارونه جوړ شي.
دغه کمیسیون د خپلو پخوانیو پریکړو د پلي کیدو بهیر هم وڅیړه او موجود پرمختګونه او ننګونې یې وارزولې. د دې څیړنو موخه د طالبانو د حکومت د رسنیزو پالیسیو د اغیزمن پلي کیدو څخه ډاډ ترلاسه کول بلل شوي.
د طالبانو له بیا واکمنیدو راهیسې، په افغانستان کې رسنۍ او خبریالان له زیاتیدونکو محدودیتونو سره مخ دي. د رسنیو ملاتړي بنسټونو په وار وار د خبریالانو پر فشار، سانسور او اطلاعاتو ته د لاسرسي په محدودیت اندیښنه ښودلې ده. د دې کمیسیون پریکړې، چې د طالبانو په حکومت کې پر رسنیو اصلي څارونکی بنسټ دی، په هیواد کې د خبریالانو پر کاري چاپیریال مستقیم اغیز لري.
سرچینه: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت خبرپاڼه
🌐