د سوداګرو په وینا، د پاکستان او ایران ترمنځ د دوو مهمو سرحدي لارو تړل کېدو پاکستان ته د مایع ګاز (LPG) واردات درولي، چې په پایله کې یې کمښت او د بیو لوړوالی رامنځته شوی دی.
د ګبد-ریمدان او تفتان لارې د اکتوبر په ۱۷مه (د تلې ۲۶مه) وتړل شوې. پاکستان او ایران د دې اقدام لپاره بېلابېل دلایل وړاندې کړي دي. دا لارې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې موقعیت لري.
د بلوچستان حکومت ویلي، چې د دې موقتي تړلو موخه امنیتي اندېښنو ته ځواب ویل او د قاچاق مخنیوی دی. برعکس، د ایران د بهرنیو چارو وزارت بیا تخنیکي ستونزې د دې اقدام لامل بللې دي.
د پولو دې تړل کېدو د پاکستان د انرژۍ پر بازار مستقیم اغېز کړی دی. پاکستان د خپلې اړتیا وړ مایع ګازو یوه لویه برخه له ایران څخه د ځمکې له لارې واردوي. د دې وارداتو ناڅاپي درېدو په بازار کې د عرضې کمښت او د مصرف کوونکو لپاره د بیو لوړوالي لامل شوی دی.
په پاکستان کې د مایع ګازو سوداګرو خبرداری ورکړی، چې که پولې ژر تر ژره پرانیستل نشي، د ګازو د کمښت بحران به نور هم ژور شي، په ځانګړې توګه د ژمي په رارسېدو سره چې د تودوخې لپاره تقاضا زیاتېږي.
دا وضعیت د انرژۍ په برخه کې د پاکستان زیان مننونکى حالت او پر سرحدي سوداګریزو لارو يې تکيه په ګوته کوي. په دې لارو کې هر ډول خنډ کولی شي په چټکۍ سره د هیواد پر اقتصاد او د خلکو پر ورځني ژوند اغېز وکړي. د راپورونو له مخې، د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ د ستونزې د حل او د پولو د بیا پرانیستلو لپاره خبرې روانې دي.
سرچینه: Reuters
🌐