د یوې ایټالوي مرستندویه ادارې بنسټګرې، سوزانا فیورټي، څرګنده کړې چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یې په افغانستان کې د ښځو لپاره یو پټ ښوونځی جوړ کړی و او دوه کاله وروسته پوه شوه چې د طالبانو د یو شمېر غړو لوڼې هم په کې زده کړې کوي.
آغلې فیورټي، چې د "نووه کیرینګ هیومنز" بنسټ ایښودونکې ده، له ایټالوي ورځپاڼې "کوریری دلا سیرا" سره په خبرو کې وویل چې د دغو نجونو میندو او پلرونو غوښتل چې اولادونه یې زده کړې وکړي. دا موضوع حتی د طالبانو په کورنیو کې د بېلابېلو نظریاتو شتون په ګوته کوي.
هغې څرګنده کړه چې د طالبانو حکومت له خوا پر ښځو د لوړو زده کړو له بندیز وروسته یې پرېکړه وکړه چې دا پټ ښوونځی پرانیزي. د فیورټي په وینا، درسي ټولګي په داسې یوه کوټه کې جوړېدل چې د خیاطۍ ماشینونه هم په کې وو. پلان دا و چې که د طالبانو ځواکونه د تلاشۍ لپاره راشي، کتابچې او قلمان به پټ کړي او زده کوونکې به داسې وښيي چې ګواکې په خیاطۍ بوختې دي.
فیورټي دې ته په اشارې سره چې په لومړیو دوو کلونو کې د طالبانو هېڅ کوم ځواک د تلاشۍ لپاره ورغلی نه و، زیاته کړه چې څه موده وروسته پوه شوه چې یو شمېر زده کوونکې د طالبانو د غړو لوڼې دي. هغې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا هغوی جاسوسانې وې، وویل: "نه، د طالبانو د غړو لوڼې وې. د هغوی میندو او پلرونو غوښتل چې زده کړې وکړي."
دا ایټالوۍ مرستندویه په دې باور ده چې ټول طالبان یو ډول فکر نه کوي او ځینې یې په پټه هڅه کوي هغه محدودیتونه بدل کړي چې ناسم یې ګڼي. هغې دا هم ټینګار وکړ چې د دې پټ ښوونځي فعالیت له جدي خطرونو سره مل و او د امر بالمعروف مامورینو ته یې راپور ورکول سختې پایلې لرلای شوې.
فیورټي د افغان ښځو لپاره د اقتصادي فرصتونو د رامنځته کولو لپاره د خپلو هڅو په اړه هم خبرې وکړې. هغې وکولای شول چې د خبرو اترو او جوړجاړي له لارې د ښځینه متشبثینو د ستاینې لپاره د یوه پروګرام د پیلولو لپاره د طالبانو د چارواکو رضایت ترلاسه کړي. د هغې په وینا، طالبانو وروسته له هغه چې ورته څرګنده شوه چې د ښځو اقتصادي فعالیت کولی شي هېواد ته عاید راوړي، له دې پروګرام سره موافقه وکړه او د طالبانو د یوه وزیر په حضور کې له ګټونکو ښځو څخه ستاینه وشوه.
سرچینه: کوریری دلا سیرا ورځپاڼه
🌐