د نیمروز ولایت ځايي طالب چارواکو اعلان کړی چې د زرنج په ښار کې یې تر درې ټنو ډېر قاچاقي درمل او غیر خوراکي توکي نیولي دي. د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر آژانس خبر ورکړی چې دغه جوپه له پاکستان څخه بار شوې وه.
د راپور له مخې، دغه درمل او توکي په څلورو موټرو کې ځای پر ځای شوي وو او ټاکل شوې وه چې په ناقانونه توګه له پاکستان څخه نیمروز ولایت ته ولېږدول شي. دا عملیات په داسې حال کې ترسره کیږي چې د طالبانو حکومت له پاکستان څخه د درملو واردات منع کړي دي.
د طالبانو حکومت د تېر لمریز کال په وروستیو کې له اسلام اباد سره د سیاسي کړکېچ له زیاتېدو وروسته له پاکستان څخه د درملو پر وارداتو رسمي بندیز ولګاوه. دا پرېکړه د دلو په میاشت کې پلي شوه او د افغانستان د درملو بازار ته یې زیان واړاوه.
تر دې بندیز مخکې، د درمل پلورونکو د اتحادیې د شمېرو له مخې، د افغانستان د اړتیا وړ څه باندې ۶۰ سلنه درمل له پاکستان څخه تامینېدل. د دواړو لورو ترمنځ د اړیکو خرابېدو رسمي سوداګري بنده کړې، خو راپورونه ښيي چې د ناقانونه لارو د درملو قاچاق لا هم دوام لري.
اوسیدونکي او درمل پلورونکي وايي چې د دې بندیز له پلي کېدو وروسته، د افغانستان په بازارونو کې د درملو بیې د پام وړ لوړې شوې او ځینو اړینو درملو ته لاسرسی هم محدود شوی دی. د هغوی په وینا، د پاکستاني درملو د عرضې کمښت او د قاچاقي لارو د لېږد لګښت زیاتوالی د دې ګرانۍ اصلي لاملونه دي.
طالب چارواکو د نیول شویو درملو د ډولونو او د دې جوپې د مالي ارزښت په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت تر دې مخکې هم په یو شمېر ولایتونو لکه هلمند کې د قاچاقي درملو څو لویې جوپې کشف او سوځولې وې.
سرچینه: باختر خبری آژانس
🌐