سرچینو رسنیو ته ویلي چې ځايي طالب چارواکو د بغلان مرکزي، د تخار ینګي
قلعه او د کندز امام
صاحب ولسوالیو کې د اوزبیکي ژبې د ملي ورځې د نمانځغونډو مخه نیولې ده.
د سرچینو په وینا، دا مراسم چې د اوزبیک فرهنګي فعالانو لخوا پلان شوي وو، د طالبانو د مخالفت له امله لغوه شول. دا په داسې حال کې ده چې په بغلان مرکزي کې مراسم له طالب چارواکو سره په مخکینۍ همغږۍ تنظیم شوي وو، خو په پای کې د ترسره کېدو اجازه ورنکړل شوه. دا اقدام په افغانستان کې پر فرهنګي او ژبنیو فعالیتونو د پراخو محدودیتونو یوه برخه ګڼل کېږي.
دا بندیز په بدخشان ولایت کې له ورته اقدام وروسته راځي. څه موده وړاندې، په بدخشان کې د طالبانو والي، رحمت الله نجیب، په فیض اباد ښار کې د اوزبیکي ژبې د ورځې د مراسمو مخه نیولې وه. هغه مراسم د لړم په لومړۍ نېټه پلان شوي وو او د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست یې هم رسماً اجازه ورکړې وه، خو والي یوه شپه مخکې د هغې د لغوه کولو امر وکړ.
ځینې سرچینې وايي چې د بدخشان د والي له امر وروسته، د داسې مراسمو د جوړولو بندیز نورو سیمو ته هم غځېدلی، که څه هم دا روښانه نه ده چې ایا د طالبانو حکومت په دې اړه کوم سراسري حکم صادر کړی دی که نه.
پخواني افغان حکومت د تلې ۲۹مه د اوزبیکي ژبې د ملي ورځې په توګه نومولې وه او هر کال به دا ورځ په دولتي او خصوصي ادارو کې نمانځل کېده. اوزبیکي ژبه له دري او پښتو سره یوځای د افغانستان له دریو رسمي ژبو څخه یوه ده.
طالبانو په تېرو کلونو کې په وار وار د بېلابېلو ډلو د فرهنګي، مذهبي او قومي مراسمو مخه نیولې ده. په دې اقداماتو کې د محرم په میاشت کې د شیعه ګانو د ماتم مراسمو مخنیوی او د ځینو دولتي ادارو له لوحو څخه د فارسي او اوزبیکي لیکنو لرې کول هم شامل دي، چې په هېواد کې یې د فرهنګي او ژبنیو حقونو په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي. سرچینه: افغانستان اینټرنشنال
🌐