د دایکندي ولایت د میرامور ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي ادعا کوي چې ځايي طالب چارواکو او د دې ډلې د تخنیکي پلاوي کمیسیون غړو د جوز برګر بازار په سیمه کې دولتي ځمکې هغو کسانو ته سپارلې دي چې د هغوی د مالکیت ادعا کوي. دغو اوسېدونکو د پنجشنبې په ورځ، د لړم په ۷مه، له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې د دې موضوع د خپلواکې څېړنې غوښتنه وکړه.

د دوی په وینا، دا ځمکې چې پخوا د عامه ملکیت په توګه په اجاره ورکول کېدې، اوس د عمومي ګټو خلاف د ځانګړو کسانو په ګټه فیصله شوې دي. دوی وایي چې په وروستیو کلونو کې د طالبانو د تخنیکي پلاوي کمیسیون لخوا صادرې شوې پرېکړې دغو کسانو ته د دغو ځمکو د غصب، پلور او ناقانونه ودانیو جوړولو زمینه برابره کړې ده.

ځايي سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي، چې د مالکیت مدعیان ادعا کوي چې دا ځمکې د حامد کرزي د ولسمشرۍ پر مهال دوی ته ورکړل شوې وې. خو اعتراض کوونکي اوسېدونکي ټینګار کوي چې د دغو کسانو د اسنادو اعتبار او دا چې د ځمکې حقوقي وضعیت څنګه بدل شوی، باید په روڼ او خپلواک ډول وڅېړل شي.

اعتراض کوونکو همدارنګه په دې قضیه کې د ځینو طالب چارواکو د رول د څېړلو غوښتنه هم کړې ده. دوی په ځانګړې توګه په دایکندي کې د طالبانو د ښارجوړونې د رئیس او د دې کمیسیون د غړي عصمت الله صالحي د رول په اړه اندېښنه ښودلې او ادعا کوي چې نوموړی واک ته د طالبانو تر رسېدو مخکې په همدې بازار کې د موټرو مستري و.

د میرامور اوسېدونکو د طالبانو د تخنیکي کمیسیون د ځینو غړو د شتمنیو او ساختماني فعالیتونو زیاتوالي ته په اشارې سره، د هغوی د مالي سرچینو د څېړلو غوښتنه هم کړې ده. د سرچینو په وینا، د دې پلاوي یو شمېر غړو په وروستیو کلونو کې د پام وړ پانګه ترلاسه کړې او ځینو یې د ودانیو بلاکونه جوړ کړي دي.

دغه اوسېدونکي د طالبانو له مرکزي حکومت څخه غواړي چې د اجارې اسناد، د مالکیت ادعایي اسناد او د کمیسیون پرېکړې په دقیقه توګه وڅېړي او ترڅو چې د ځمکو حقوقي وضعیت روښانه شوی نه وي، په شخړه ییزو برخو کې د هر ډول پلور او ودانیو جوړولو مخه ونیسي. دا قضیه په افغانستان کې د نوي حاکمیت لاندې د فساد او د ځمکو د غصب په اړه د اندېښنو یوه بېلګه ګرځېدلې ده.

سرچینه: ۸صبح ورځپاڼه

🌐

Author