د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د یوه نوي راپور له مخې، په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۹۰ میلیونه بېځایه شوي کسان په داسې هېوادونو کې ژوند کوي چې د وچکالۍ، سېلابونو او سختې ګرمۍ په ګډون له بېلابېلو اقلیمي ګواښونو سره مخ دي.
د دغه بنسټ د تازه راپور پر بنسټ، د نړۍ نږدې درې پر څلورمه برخه بېځایه شوي کسان د افغانستان او بنګلهدېش په څېر هېوادونو کې ژوند کوي چې د اقلیمي بدلونونو له جدي ګواښونو سره مخامخ دي.
دا هېوادونه دمګړۍ د چاپیریالي بدلونونو له ویجاړونکو پایلو سره مبارزه کوي، چې د بېځایه شویو کسانو لپاره یې وضعیت لا پسې ستونزمن کړی دی.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د اقلیمي بدلونونو تر کاپ۳۱ غونډې وړاندې په دې راپور کې له بېځایه شویو سره د نړیوالو مرستو د زیاتېدو جدي غوښتنه کړې ده.
افغانستان چې په وروستیو کلونو کې د پرلهپسې وچکالیو او ویجاړونکو سېلابونو شاهد و، د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې یو له ترټولو زیانمنونکو هېوادونو څخه شمېرل کېږي.
سرچینه: د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري
🌐