د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز ښار کې د لسګونو امنیتي کمرو د نصبولو خبر ورکړی دی.

د دغه وزارت په وینا، د پنج‌شنبې په ورځ (د لړم ۱۴مه) د طالبانو د سیمه‌ییزو چارواکو په شتون کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې له دغو کمرو څخه ګټه اخیستنه په رسمي ډول پیل شوه.

د طالبانو چارواکو د دغو کمرو نصبول د امنیت د ټینګښت او د احتمالي امنیتي او جنایي پېښو د مخنیوي په برخه کې یو مهم ګام بللی دی. دوی همدارنګه د ګردېز ښار له اوسېدونکو غوښتي چې د امنیت په ټینګښت کې ورسره همکاري وکړي.

تر دې وړاندې هم د طالبانو حکومت د کابل په ګډون د افغانستان په بېلابېلو ښارونو کې د لا زیاتې څارنې لپاره زرګونه امنیتي کمرې نصب کړې وې.

خو د امنیت د ټینګښت له ادعاوو سره سره، د هېوادوالو ترمنځ د طالبانو د حکومت له لوري د خلکو د شخصي حریم د نقض په اړه پراخې اندېښنې شتون لري.

سرچینه: د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اعلامیه

🌐

Author