د امریکا د کانګرس یو شمېر استازو د بهرنیو چارو او کورني امنیت له وزارتونو غوښتي چې په قطر کې د مېشتو افغان کورنیو د وضعیت او د هغوی د لېږد په اړه وضاحت ورکړي.

د افغانستان انټرنشنل د راپور له مخې، دا لیک د یاسمین انصاري او ډان بیکن له لوري د ۲۰ نورو دیموکرات او جمهوري‌پال استازو په ملاتړ مارکو روبیو او مارک‌وین مولین ته استول شوی دی.

په دغه لیک کې راغلي چې امریکا دا افغانان له کابله واېستل او ژمنه یې ورسره کړې وه چې په دوحه کې به یې استوګنه لنډمهالې وي، خو کلونه کېږي چې بې برخلیکه پاتې دي.

استازو ټینګار کړی چې په کمپ کې مېرمنې او ماشومان باید روغتیايي خدمتونو، د امیندوارو مېرمنو پاملرنې او د انګلیسي ژبې منظمو زده‌کړو ته بشپړ لاسرسی ولري.

دوی دغه راز د پي‌یو او پي‌دوه په ګډون د مهاجرت دوسیو د ژر روښانه کېدو او درېیمو هېوادونو ته د احتمالي انتقال په صورت کې د هغوی د حقوقو د خوندیتوب غوښتنه کړې ده.

د سرچینو پر بنسټ، لږ تر لږه ۱۰۰ ماشومان په دغه کمپ کې زېږېدلي او څه باندې زر تنه افغان همکاران چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي، له رواني فشارونو سره مخ دي.

د امریکا کانګرس دغو دوو وزارتونو ته د لیندۍ تر ۶مې نېټې مهلت ورکړی چې د افغان کډوالو د زده‌کړو، روغتیا او بیا مېشتېدنې د بهیر په اړه رسمي ځواب وړاندې کړي.

سرچینه: افغانستان انټرنشنل

🌐

Author