د هند مرکزي بانک د کورنیو پیسو د لېږد اړوند قوانین یوځای کړي او د نغدو پیسو د استولو او پېرودونکو د پېژندنې لپاره یې نوي محدودیتونه ټاکلي دي.
د هند د مرکزي بانک د معلوماتو له مخې، د پیسو د لېږد نوې لارښوونې د نوامبر له ۱۱مې نېټې څخه نافذې شوې او پر ټولو سوداګریزو او سیمهييزو بانکونو عملي کېږي.
د دغه چوکاټ اصلي موخه د رسمي بانکي لارو څخه د کوچنیو پیسو د استولو اسانتیا ده، په ځانګړي ډول د هغو کارګرو لپاره چې رسمي بانکي حسابونه او بشپړ اسناد نه لري.
د نویو مقرراتو پر بنسټ، هغه کسان چې بانکي حساب نه لري، د هر ځل نغدي اخیستلو کچه ۱۰٬۰۰۰ روپۍ او په میاشت کې ۲۵٬۰۰۰ روپۍ ټاکل شوې ده.
همدارنګه د بانکي استازو له لارې د نغدو پیسو د سپارلو لپاره په هر پړاو کې د ۵٬۰۰۰ روپیو او په میاشت کې د ۲۵٬۰۰۰ روپیو چت ټاکل شوی دی.
د هند مرکزي بانک ویلي چې د بانک له څانګو څخه تر ۵۰٬۰۰۰ روپیو پورې لېږد ممکن دی، خو د موبایل له لارې د هویت تصدیق کول اجباري دي.
سرچینه: د هند مرکزي بانک (RBI)
🌐