د پالیسي بازار د نوي راپور پر بنسټ، په هند کې د هوا له ککړتیا سره تړلې د روغتیايي بیمې غوښتنې په تېرو درېیو کلونو کې ۴٫۳۴ چنده ډېرې شوې دي. دا شمېرې ښيي چې د هوا ککړتیا د تنفسي ستونزو ترڅنګ د زړه ناروغۍ هم په بېساري ډول زیاتې کړې دي.
دغه شننه چې د ۵۰ زره بېلګو پر بنسټ شوې، څرګندوي چې د زړه او رګونو ناروغۍ د دغو ادعاوو تر ټولو لویه برخه جوړوي او کچه یې ۴۳٫۵ سلنې ته رسېږي. ورپسې نورې تنفسي ناروغۍ ۳۵ سلنه، سینه بغل ۱۱٫۲ سلنه او برانشیت ۶ سلنه ځای لري.
د عمر له پلوه کاري قشر او ډېر عمر لرونکي کسان تر ټولو ډېر زیانمن شوي دي. له ۳۱ تر ۵۵ کلونو کارکوونکي ۵۹ سلنه او تر ۵۵ کلونو پورته کسان ۳۱ سلنه جوړوي. ځوانان ۶٫۷ سلنه او تر شلو کلونو کم عمره ماشومان ۳٫۷ سلنه پېښې لري.
مالي بار هم ډېر شوی او له ۲۰۲۳ څخه تر ۲۰۲۶ مالي کال پورې د بیمې ټولې تادیات ۴٫۵ چنده لوړ شوي دي. د راپور له مخې د هرې ادعا اوسط لګښت ۶۲ زره او ۶۶۲ روپیو ته رسېدلی دی.
دغه بحران یوازې په لویو ښارونو پورې محدود نه دی. که څه هم ډیلي، پونه، بنګلور، ممبيي او حیدرآباد ډېرې پېښې لري، خو کوچني او منځني ښارونه په ګډه د ټولو غوښتنو ۵۵ سلنه جوړوي.
په پالیسي بازار کې د روغتیايي بیمې مشر روهان ګویل ویلي چې د هوا خرابوالی نېغ په نېغه د درملنې پر لګښتونو اغېز کړی او کاري قشر یې زیات اغېزمن کړی دی.
دغو غوښتنو د اکتوبر او مارچ ترمنځ په شپږو ژمنیو میاشتو کې تر ټولو لوړه کچه ثبت کړې چې د کلنیو ادعاوو ۵۶ سلنه جوړوي.
سرچینه: مانېکنټرول
🌐