د کالیفورنیا ایالت په سان خوزه کې د ډینیز رستورانت هغه یادګاري لوحه لرې کړې چې د انویدیا شرکت د جوړېدو په نښه کولو لپاره لګول شوې وه. دا کار د دغه شرکت د شریک بنسټګر جنسن هوانګ له استعفا څو ورځې وروسته شوی دی.
د انبيسي نیوز د رپوټ له مخې، د دغه رستورانت کارکوونکو د پنجشنبې په ورځ تایید کړه چې دا لوحه نوره هلته نشته. رستورانت دا نه دي ویلي چې دا نښه چا لرې کړې او نه یې هم د دې کار لامل روښانه کړی دی.
دا لوحه په هغې څوکۍ لګېدلې وه چې هوانګ او د انویدیا نورو بنسټګرو، کریس ملاچوفسکي او کورټیس پریم، په ۱۹۹۳ زېږدیز کال کې پرې ناست وو او د شرکت د پیل خبرې یې کړې وې.
دا ځای د انویدیا د لومړنیو پیلونو سمبول ګڼل کېده، ډېر مخکې له دې چې دغه شرکت د مصنوعي ځیرکتیا د تراشو په برخه کې د نړۍ تر ټولو لوی مشر جوړ شي.
د جنسن هوانګ استعفا د هغه د شخصي اړیکو په اړه د بحثونو او ادعاوو له زیاتېدو وروسته راغله. په دې ادعاوو کې داسې ښځه شامله ده چې د چین له استخباراتو سره په تړاو شکمنه شوې ده.
انویدیا دا مهال د نړۍ په کچه د مصنوعي ځیرکتیا او پرمختللو کمپیوټري سیستمونو په تولید کې تر ټولو مخکښ شرکت ګڼل کېږي.
سرچینه: انبيسي نیوز
🌐