د عوامي نشنل ګوند مشر ایمل ولي خان د پاکستان پر واکمنانو سختې نیوکې کړي او د نویو صوبو او اداري واحدونو د جوړولو تر شا پر اهدافو یې پوښتنې راپورته کړې دي.
نوموړي په یو بیان کې ویلي، دا باید روښانه شي چې د نویو ایالتونو د جوړولو اصلي هدف د ولس خدمت دی که د واکمنې طبقې خپلې ګټې خوندي کول دي.
ایمل ولي خان لیکلي: «څوک د ملت وېشلو ته لېوالتیا لري—ولس که واکمنان؟ ولې نورې صوبې جوړېږي؟ ایا د دې لپاره چې ولس ته خدمت نه کېږي، که دفاعي بودیجې ته د لوړولو اړتیا ده؟»
د عوامي نشنل ګوند مشر دا پوښتنه هم راپورته کړې چې ایا هدف د ملي مالي کمېسیون ایوارډ او پر سرچینو اغېز دی که د اساسي قانون په اتلسم تعدیل کې بدلون راوستل دي، چې صوبو ته یې زیات اختیارات ورکړي دي.
نوموړي زیاته کړې چې لږ عقل او درک هر څه روښانه کوي او خبرداری یې ورکړی چې کله ولس ته لومړیتوب ورنکړل شي، که څه هم واک غلا شي، میدان بېرته د ولس وي او پرېکړې به هم د ولس په خوښه کېږي.
په پاکستان کې د نویو اداري واحدونو د رامنځته کولو او د اساسي قانون د اتلسم تعدیل د صلاحیتونو د محدودولو په اړه بحثونو یو ځل بیا د سیاسي ګوندونو جدي غبرګونونه پارولي دي.
سرچینه: د ایمل ولي خان ټولنیزې پاڼې
🌐