د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د چین ولسمشر شي جینپینګ د چین په شینژین ښار کې د ایران او اوکراین د جګړو، سوداګریزو همکاریو او دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې اترې وکړې.
دا دوه اړخیزه ناسته د اسیا او ارام سمندر د اقتصادي همکاریو سازمان (ایپک) د سرمشریزې له مرکز څخه تر وتلو وروسته په کیلین ویلا کې ترسره شوه.
د ساوت چاینا مورنینګ پوسټ د راپور له مخې، ټرمپ ویلي چې واشنګټن او بیجینګ د اټومي وسلو ترلاسه کولو څخه د ایران د مخنیوي او د هرمز تنګي له لارې د انرژۍ د لېږد د خوندي کولو په برخه کې ګډ لیدلوری لري.
ټرمپ ویلي چې دواړه لوري د هرمز تنګي څخه د انرژۍ د بهیر په ډاډمنولو او د ایران له خوا د اټومي وسلو د نه ترلاسه کولو په اړه ګډې ګټې لري او په دې برخو کې ورته احساسات څرګندوي.
د اوکراین جګړه د دغو مشرانو د خبرو بله برخه وه، چې د ټرمپ په وینا، واشنګټن او بیجینګ دواړه غواړي د دې جګړې له پای ته رسېدو سره مرسته وکړي. هغه وویل چې اوکراین هم د جګړې پای غواړي.
ټرمپ له ښاغلي شي سره خپلې اړیکې ځانګړې وبللې او زیاته یې کړه چې د دوی د واکمنۍ پر مهال به د دواړو هېوادونو اړیکې له کومې ستونزې سره مخ نه شي. هغه همدارنګه د چین له خوا د امریکا د کرنیزو محصولاتو د پیرودلو د زیاتوالي غوښتنه وکړه.
بل لور ته شي جینپینګ هم د امریکا له ولسمشر سره پر همکارۍ ټینګار وکړ او ویې ویل چې د ګډ کار لپاره په خپله اراده او باور کې ثابت پاتې دی.
سرچینه: ساوت چاینا مورنینګ پوسټ
🌐