په افغانستان کې د مدني ټولنې او بشري حقونو بنسټونو (ICSHRA) د ۲۰۲۶ کال د نوامبر په ۶مه د ملګرو ملتونو د سوداګرۍ او بشري حقونو د کاري ډلې له لوري په جوړه شوې مشورتي غونډه کې ګډون وکړ. دا ناسته د انټرنېټ له لارې د مایکروسافټ ټیمز په اډانه کې ترسره شوه.
د یاد بنسټ د معلوماتو له مخې، د غونډې موخه د تېرو زیانونو څېړل، د بشري حقونو د سرغړونو په وړاندې د حسابورکونې پیاوړي کول او عدالت او تاوان ته د قربانیانو د لاسرسي لپاره د لارو چارو موندل وو.
په دې غونډه کې د سوداګریزو فعالیتونو د ناوړه بشري اغېزو په اړه د شرکتونو پر مسؤلیتونو او دغه راز هغو خنډونو خبرې وشوې چې د عدالت په لاره کې د قربانیانو مخه نیسي.
د بشري حقونو د سرغړونو په مستند کولو او تعقیب کې د مدني ټولنې د بنسټونو حیاتي رول د بحث یو بل مهم ټکی و. برخه والو ټینګار وکړ چې د پېښو ثبتول د نړیوال عدالت لپاره اړین دي.
په دغه ناسته کې د افغانستان د مدني بنسټونو ګډون د ملګرو ملتونو له بشري میکانیزمونو سره د اړیکو د پراختیا او نړیوالو ته د قربانیانو د غږ رسولو په هدف شوی و.
د مدني ټولنې او بشري حقونو بنسټونو د بشري سرغړونو د بیا نه تکرار، د اغېزمنو میکانیزمونو پر رامنځته کولو او ټولو قربانیانو ته پرته له توپیره عدالت ته د لاسرسي پر برابرولو ټینګار وکړ.
سرچینه: ICSHRA
🌐