د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي د کینیا د کانونو له وزیر حسن‌علي جوه سره د سوداګریزو اړیکو او پانګونې د پراختیا په اړه لیدلي او خبرې یې ورسره کړې دي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د شنبې په ورځ، د لړم پر ۳۰مه، په یوه خبرپاڼه کې وویل چې دا کتنه په دارالسلام کې د تانزانیا د کانونو او پانګونې نړیوال کنفرانس په څنډه کې شوې ده.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، دواړو لورو د معدني، کرنیزو او صنعتي محصولاتو د پروسس او صادرولو، د دوه اړخیزې سوداګرۍ د کچې لوړولو او د یو بل بازارونو ته د توکو پر لاسرسي بحث وکړ.

په دغه کتنه کې، ښاغلي عزیزي له کینیا څخه افغانستان ته د چایو او قهوې پر واردولو ځانګړی ټینګار وکړ.

د کینیا د کانونو وزیر حسن‌علي جوه هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراخېدو هرکلی کړی دی.

دواړو لورو دغه راز موافقه وکړه چې د ګډو اقتصادي هوکړو د تعقیب لپاره به ګډ سوداګریز نندارتونونه جوړ کړي او هوکړه‌لیکونه به لاسلیک کړي.

سرچینه: د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت

🌐

Author