د طالبانو حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ریاست اعلان کړی چې دا مهال د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې ۸۳ هواپېژندنې سټېشنونه فعال دي.

د دغه ریاست په وینا، په نږدې راتلونکي کې به په نورو سیمو کې اته نور سټېشنونه هم فعال شي. مسوولینو له خلکو غوښتي چې د هواپېژندنې ادارې خبرداري جدي وګڼي.

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې رئیس محمد یونس نقي له ملي ټلویزیون سره په خبرو کې وویل، په راتلونکي کې پلان لري چې د هرې ولسوالۍ په کچه یو د هواپېژندنې سټېشن جوړ کړي. هغه وویل چې ډېری دا سټېشنونه په اتومات او ډیجیټلي سیسټمونو سمبال دي.

دا سیسټمونه د تودوخې، لوندبل، د باران کچې، د باد د لوري او هوا د فشار د معلومولو لپاره کارول کېږي. د دغه ریاست تخنیکي آمر قدرت‌الله مبین ویلي چې د نویو سټېشنونو په نصبولو سره به د اټکلونو دقت ډېر شي.

په افغانستان کې لومړني هواپېژندنې سټېشنونه په ۱۹۵۳ زېږدیز کال کې جوړ شوي وو، خو په وروستیو کلونو کې له ستونزو سره مخ وو او په ۲۰۲۳ کال کې د فعالو سټېشنونو شمېر ۲۸ ښودل شوی و.

د ملي ټلویزیون د راپور له مخې، د طالبانو حکومت وايي چې د افغانستان د هواپېژندنې سیسټمونه له نړیوالو سیسټمونو سره نښلول شوي دي.

سرچینه: ملي ټلویزیون

🌐

Author