د «۱۶ ورځې، ۱۶ غږونه» کارزار په درېيمه ورځ مولوده حکيمي، د عدالت غوښتونکو ښځو د غورځنګ غړې، وايي چې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی د انسانیت نقض دی او هیڅ ښځه باید د وېرې، ګواښ، تبعیض او محرومیت قرباني نه شي.

آغلې حکيمي ټینګار کوي چې ښځې حق لري په عزت او امنیت کې ژوند وکړي او له ټولو غواړي چې د عدالت غږ شي، نه د تاوتریخوالي لیدونکي. هغه هیله څرګندوي چې داسې ورځ راشي چې هیڅ ښځه د دې له امله چې ښځه ده، کړاو ونه ګالي.

Author