د «۱۶ ورځې، ۱۶ غږونه» کارزار په پنځمه ورځ، چې د عدالت غوښتونکو ښځو غورځنګ یې جوړوي، شبانه شبدیز وايي چې پر ښځو تاوتریخوالی تل د مشت او ګولیو سره نه پيل کېږي او ځینې وختونه حاکمیت تبعیض قانون او محرومیت سیاست ګرځوي. د هغې په خبره، کله چې د ښځې د زده‌کړې او کار حق ترې واخیستل شي او پوښښ یې د سیاسي کنټرول وسیله شي، نو له داسې جوړښت سره مخ یو چې تاوتریخوالی نهادینه کوي.

آغلې شبدیز ټینګار کوي چې د تاوتریخوالي تر ټولو خطرناکه بڼه هغه ده چې قانون د قرباني د ملاتړ پر ځای د هغې د سرکوب وسیله شي او په وړاندې یې چوپتیا یوازې د ښځو د رنج په وړاندې چوپتیا نه، بلکې د عدالت د نسکورېدو په وړاندې چوپتیا ده. هغه وايي چې د افغانستان ښځې د تاریخ خاموشې قربانیانې نه دي او د سرکوب او محرومیت سره سره لا هم ولاړې دي. د هغې په خبره، هیڅ حاکمیت حق نه لري چې تبعیض د قانون په نامه توجیه کړي؛ تاوتریخوالی حتی د قانون په پوښښ کې هم تاوتریخوالی دی. د ښځو ازادي، د هغې په باور، حکومتي امتیاز نه، د هغوی انساني حق دی: نه د تاوتریخوالي عادي کولو ته، نه د تبعیض قانوني کولو ته او نه هم په وړاندې یې چوپتیا ته.

Author