پداسې حال کې چې د ځمکې خلک ۲۰۲۶ کال نمانځي، په نړیوال فضايي تمځای (ISS) کې یوه کوچنۍ ډله خورا جلا تجربه لري.
د فضايي تمځای عمله د ساعت په ۱۷۵۰۰ مایل چټک سرعت او په ۹۰ دقیقو کې له ځمکې د راګرځیدو له امله، په یوه شپه او ورځ کې ۱۶ ځله د لمر ختل او لویدل ویني.
دا پدې مانا ده چې هغوی په تخنیکي توګه ۱۶ ځله نوي کال ته داخلیږي! کله چې تمځای د ځمکې د مختلفو سیمو د پاسه تیریږي، نو هغوی لاندې د نوي کال جشنونه ویني.
په فضا کې، ورځ او شپه د ځمکې په څیر نه دي او فضانوردان ۴۵ دقیقې رڼا او ۴۵ دقیقې تیاره تجربه کوي.
خو، فضانوردان په ریښتیا ۱۶ ځله جشن نه نیسي. د هغوی رسمي مهالویش د “نړیوال همغږي شوي وخت” (UTC) پر بنسټ تنظیم شوی دی. دا معیاري وخت د دوی د خوب او کار نظم ساتي. اوسنۍ عمله کې د ناسا، روسیې او جاپان فضانوردان شامل دي چې دا ځانګړې شیبې په ګډه تیروي.