د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت الله نبیل د هبت الله آخندزاده لخوا د ۱۱۹ مادې لرونکې جزایی اصولنامې د توشیح په غبرګون کې ویلي چې دا سند په افغانستان کې د “جهل او افراط د تکرار” نښه ده.
هغه خبرداری ورکړ چې له دین څخه سیاسي استفاده د هېواد لپاره راتلونکې نه جوړوي .
نبیل په خپله اکس پاڼه لیکلي چې اوس د دې وخت رارسېدلی چې افراطیت شا ته پرېښودل شي.
هغه پر ټولو سیاسي جریانونه، علماوو او ځوانانو غږ وکړ چې د یو قانون محور او ولسواک دولت لپاره یوه “نوې روایت” رامنځته کړي .
دغه پخواني چارواکي خبرداری ورکړ چې که افغانان د یو عادل او انساني افغانستان لپاره بسیج نشي، هېواد به یو ځل بیا د تاوتریخوالي او افراط له تریخ برخلیک سره مخ شي.
د بشري حقونو بنسټونو هم دا اصولنامه د وګړو د اساسي حقونو خلاف بللې ده .