د شمالي کوریا رسمي خبري اژانس په دغه هیواد کې د مافوق صوت یا هایپرسونیک توغندیو د بریالۍ ازموینې خبر ورکړی دی.

د راپورونو له مخې، دغو توغندیو زر کیلومتره واټن وهلی او په ختیځ سمندر کې یې ټاکل شوي اهداف په نښه کړي دي .


د شمالي کوریا رهبر کیم جونګ اون چې په خپله یې د دې توغندیو د توغولو څارنه کوله، د خپل هیواد د وسله والو ځواکونو بشپړ چمتووالی وستایه.

دا ازموینه د پرمختللو وسلو په پراختیا کې د پیونګ یانګ چټک پرمختګ ښيي .
د دې توغندیو توغول په داسې حال کې ترسره کیږي چې د کوریا په ټاپووزمه کې تاوتریخوالی لا هم لوړ دی. د شمالي کوریا لخوا د هایپرسونیک توغندیو جوړول د سیمې او نړۍ دفاعي سیسټمونو ته جدي ګواښ ګڼل کیږي .

شماليکوریا #هایپرسونیکتوغندی #کیمجونګاون #پوځيتکنالوژي #نړیوالامنیت #اسیا #نړیوال_خبرونه

Author