د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده په یو نوي فرمان کې په ټول افغانستان کې د چرسو یا “بنګو” کښت منع اعلان کړ.
د دې فرمان له مخې، د سرغړونکو ځمکې به ویجاړې شي او تورن کسان به عدلي ارګانونو ته ور وپېژندل شي .
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه بیانیه کې افغانستان د ۲۰۲۶ کال لپاره لا هم د مخدره توکو یو لوی تولیدونکی هیواد بللی دی. هغه ټینګار وکړ چې د کوکنارو د کښت له کمیدو سره سره، د “ښیښې” یا میتامفتامین تولید او قاچاق ډیر شوی دی .
روسیې هم په افغانستان کې د مخدره توکو د وضعیت په اړه اندیښنه ښودلې ده. د روسیې د امنیت شورا منشي سرګي شویګو ویلي چې د طالبانو له اقداماتو سره سره، د مخدره توکو قاچاق لا هم پیچلی دی او نوي ګواښونه رامنځته شوي دي .