د طالبانو سترې محکمې اعلان وکړ چې په پروان ولایت کې یې ۱۲ تنه په عام محضر کې په درو وهلي دي.
دا کسان د مخدره توکو د کارولو او پلورلو په تور نیول شوي وو او حکم نن دوشنبه د جدی په ۱۵مه اجرا شو .
د طالبانو د قضايي چارواکو په وینا، هر یو کس له ۱۰ څخه تر ۱۵ پورې درې وهل شوی دی. د خلکو په وړاندې د بدني سزاګانو پلي کول د طالبانو په قضايي سیستم کې یوه اصلي پالیسي ده .
ملګرو ملتونو او د بشري حقونو بنسټونو په وار وار د درو وهلو حکم او بدني سزاګانې غندلي او دا یې د انساني کرامت او نړیوالو قوانینو خلاف بللي، خو طالبان د دې احکامو په پلي کولو ټینګار کوي .