د “الجامعة الاسلامیة دارالعلوم کندهار” د فراغت په مراسمو کې د یو وسله وال ماشوم د انځور خپریدو جدي اندیښنې راپارولي دي.

په دې انځور کې یو ماشوم په پوځي جامو او وسله په لاس د لویانو په منځ کې لیدل کیږي چې د زده کړې د پوځي کیدو نښه ده .


په پوځي او ښوونیزو چاپیریالونو کې له ماشومانو کار اخیستل د ماشوم د حقونو او نړیوالو کنوانسیونونو ښکاره سرغړونه ده.

منتقدین وايي طالبان له جنګي ایډیالوژۍ سره د دیني زده کړو په تړلو سره، د نوي نسل راتلونکی له خطر سره مخ کوي .
دا پدیده یوازې یو ساده انځور نه دی، بلکې د ماشومانو په ذهن کې د تاوتریخوالي د خپرولو لپاره د یو خطرناک سیاست ښکارندویي کوي. مدني فعالان خبرداری ورکوي چې دا بهیر ماشومان د راتلونکو جګړو په قربانیانو بدل کړي .

کندهار #ماشومسرتیري #دماشومحقونه #طالبان #زدهکړه #افراطیت #افغانستان #ټولنه

Author