په هند کې د ایران سفیر هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې د ایران پولیسو د حکومت ضد لاریونونو پر مهال شپږ هندي وګړي نیولي دي.

دغه ډیپلوماټ له خلکو وغوښتل چې د وروستیو تحولاتو په اړه خبرونه یوازې له باوري سرچینو څخه ترلاسه کړي .


په تهران او د ایران په نورو ښارونو کې د انفلاسیون او اقتصادي ستونزو له امله پراخ لاریونونه دوام لري. په همدې حال کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې د لاریون کوونکو د ځپلو په غبرګون کې پوځي انتخابونه په پام کې لري .
راپورونه ښيي چې په دې ناکراریو کې سلګونه کسان وژل شوي او زرګونه نور نیول شوي دي. په ایران کې د انټرنېټ بندېدو له امله له دغه هېواد څخه د کره معلوماتو ترلاسه کول ستونزمن شوي دي .

ایران #هند #لاریونونه #تهران #سیمه #سیاست #ټرمپ #بشريحقونه #منځنیختیځ #خبرونه

Author