پرینکا چوپرا او د هغې خاوند نک جوناس د ۲۰۲۶ کال د جنوري په ۱۱مه په بورلي هیلز کې د ګولډن ګلوب په ۸۳مو کلنیو مراسمو کې د ټولو پام ځان ته واړاوه. دغه مشهورې جوړې په خپلو ځانګړو او ښکلو جامو سره پر سور فرش یو بې ساری نندارتون وړاندې کړ .
پرینکا د ډیور برانډ په یوه ځانګړي سرمه یي لباس او د بولګاري په قیمتي الماسونو ځان سینګار کړی و چې کلاسیکه او عصري بڼه یې درلوده. نک جوناس هم په ډېر ښکلي تکسیډو دریشۍ کې د خپلې مېرمنې ترڅنګ ولاړ و او د مراسمو ښکلا یې لا زیاته کړې وه.
پرینکا نه یوازې د فیشن په برخه کې وځلېده، بلکې په دې مراسمو کې یې د جایزو د وړاندې کولو مسوولیت هم درلود. په دې ستره هنري غونډه کې د سلینا ګومز او بلک پینک په ګډون ډېرو مشهورو ستورو ګډون کړی و .

پرینکاچوپرا #نکجوناس #ګولډنګلوب #هالیوود #فلم #سینما #هنرمندان #سورفرش #فیشن #کالی

Author