د پاکستان د سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې هغه افغان ټرانزیټي توکي چې په کراچۍ او ګوادر بندرونو کې بند پاتې وو، اوس ورته د لیږد اجازه ورکړل شوې ده .

دا پریکړه د پاکستان د عوایدو د فدرالي بورډ لخوا د یو ځانګړي معافیت تر تصویب وروسته شوې ده .


په تیرو دریو میاشتو کې د سرحدي تاوتریخوالي او لارو د بندیدو له امله د دواړو غاړو سوداګرو ته درانه مالي زیانونه اوښتي وو .

پاکستاني سوداګرو ویلي چې د لارو بندیدو دوی ته هره ورځ تر ۴ میلیونه ډالرو ډیر زیان اړولی دی .
دا ګام کولی شي د دواړو هیوادونو ترمنځ سوداګرۍ ته نوې ساه ورکړي؛ چیرته چې افغانستان معمولاً میوه او د ډبرو سکاره صادروي او په بدل کې سمنټ او ټوکر واردوي . طالب چارواکو تر اوسه د پاکستان د دې پریکړې په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی .

افغانستان #پاکستان #سوداګري #ټرانزیټ #کراچۍ_بندر #اقتصاد #پولې #طالبان #صادرات #واردات #سوداګر

Author