د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند راندیر جیسوال پر افغان خاوره د پاکستان وروستي هوایي بریدونه په کلکه وغندل. هغه په یوه خبري ناسته کې د افغانستان د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا پر قاطع ملاتړ ټینګار وکړ او د دغې پیښې له قربانیانو سره یې خپله خواخوږي وښوده.

هندي چارواکو څرګنده کړې چې د دوی اصلي تمرکز لا هم په افغانستان کې پر بشري مرستو او پراختیایي پروژو باندې دی. سره له دې د هند د بهرنیو چارو وزارت د حکومت طالبان له خوا د نظامي یا دفاعي همکاریو د غوښتنې د احتمال په اړه هیڅ ډول تبصره نه ده کړې.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني پوځیانو په وروستیو کې د پکتیا پکتیکا او کونړ ولایتونو ځینې برخې بمبار کړې چې ملکي تلفات یې اړولي دي. پاکستان دا بریدونه د ترهګرو ډلو پر وړاندې اقدام بولي خو هند یوازینی هیواد دی چې دا یرغل یې په زغرده غندلی دی.

#افغانستان #هند #پاکستان #امنیت

🌐

Author