افغانستان انټرنشنل داسې اسناد ترلاسه کړي چې ښيي د طالبانو استخبارات په هیواد کې په هدفي وژنو کې مستقیم لاس لري . دا راپور د رسمي اسنادو او د هغې ډلې د غړو د اعترافونو پر بنسټ چمتو شوی چې په وژنو کې یې لاس درلود .
دا افشاګري په داسې حال کې کیږي چې طالبان تل د بشپړ امنیت د تامین او د جګړې د پای ته رسیدو ادعا کوي . خو ډیری راپورونه ښيي چې پخواني پوځیان او منتقدین لا هم د سیستماتیکو بریدونو ښکار کیږي .
د دې اسنادو خپریدل کولی شي د بشري حقونو د نقض په برخه کې پر طالبانو فشارونه زیات کړي . نړیوالو بنسټونو په وار وار له طالبانو غوښتي چې له محکمې پرته وژنې او خپلې خوښې نیونې پای ته ورسوي .

افغانستان #طالبان #استخبارات #هدفيوژنې #بشريحقونه #امنیت #راپور #جنایت #افشاګري #خبرونه

Author