د ملګرو ملتونو لوړ پوړي چارواکي ولکر تورک له اروپا څخه د افغان کډوالو له جبري ایستلو سره کلک مخالفت ښودلی دی. هغه خبرداری ورکړی چې دا کسان باید هغه هېواد ته ونه لېږل شي چېرې چې له شکنجې او ناوړه چلند سره مخ کېږي.

دا غبرګون وروسته له هغې راپورته شو چې د اروپايي ټولنې چارواکو په بلجیم کې د طالبانو له استازو سره د افغانانو د ایستلو پر چټکتیا خبرې وکړې. مدني فعالانو پر دې لیدنو سختې نیوکې کړې او دا یې یو ډېر خطرناک ګام بللی دی.

د بښنې نړیوال سازمان هم ټینګار کړی چې افغانستان د راستنېدونکو لپاره خوندي نه دی. د دې کډوالو ډله ییز ایستل کولی شي نوی بشري ناورین رامنځته کړي، ځکه هېواد یې د منلو اقتصادي وړتیا نه لري.

#افغان\_کډوال #بشري\_حقونه #اروپا

🌐

Author