کرملین ماڼۍ اعلان کړی چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نن د جنوري ۱۵مه د نویو بهرنیو سفیرانو باورلیکونه مني.

په دې سفیرانو کې د طالبان نوی سفیر مولوي ګل حسن حسن هم شامل دی.


رسي رسنیو راپور ورکړی چې دا رسمي مراسم به د کرملین ماڼۍ په الکساندر تالار کې ترسره شي.

د مسکو لخوا د افغانستان د نوي سفیر منل، د سرپرست حکومت او روسیې ترمنځ په ډیپلوماټیکو اړیکو کې یو مهم ګام ګڼل کیږي.


روسیې په وروستیو کلونو کې له کابل سره نږدې اړیکې پاللي او پر سیمه ییزو همکاریو یې ټینګار کړی دی. په دې مراسمو کې د افغانستان د رسمي استازي ګډون د دواړو هیوادونو ترمنځ د سیاسي تعامل کچه ښيي.

روسیه #افغانستان #ولادیمیرپوتین #ډیپلوماسي #افغانسفیر #کرملین #سیاسيخبرونه #بهرنۍاړیکې #مسکو #اسلامي_امارت

Author