د لوړو زده کړو وزارت ویاند ضیاالله هاشمي عمان ته د یاد وزارت د سرپرست وزیر شیخ ندا محمد ندیم د سفر خبر ورکړ.
د دې درې ورځني سفر په لړ کې، ښاغلي ندیم د عمان د لوړو زده کړو له مشرتابه سره د دوه اړخیزو همکاریو او علمي هوکړه لیکونو په اړه خبرې کړې دي.
پر رسمي لیدنو سربیره، د لوړو زده کړو وزیر په عمان کې له میشتو یو شمیر افغانانو سره هم کتلي دي.
د دې سفر موخه د تجربو تبادله او د افغانستان او عمان ترمنځ د تحصیلي اړیکو پیاوړتیا بلل شوې ده.
شیخ ندا محمد ندیم د عمان له څو پوهنتونونو څخه هم لیدنه وکړه ترڅو د هغه هیواد له ښوونیز سیسټم سره آشنا شي.
دا سفر د سیمې له هیوادونو سره د افغانستان د اکاډمیکو همکاریو د پراختیا په لور یو ګام ګڼل کیږي.