د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ادعا کړې چې په سیمه، په ځانګړې توګه افغانستان کې د هند لخوا د ترهګرۍ د مالي ملاتړ «نه انکاریدونکي» شواهد لري.
د دغه وزارت ویاند طاهر حسین اندرابي د هندي چارواکو وروستۍ څرګندونې بې بنسټه وبللې او نوی ډیلی یې د سیمې په بې ثباته کولو تورن کړ.
اسلام آباد وایي د هند تر ملاتړ لاندې ترهګریزې شبکې یې پیژندلي او اسناد یې نړیوالو ادارو ته سپارلي دي.
پاکستان ادعا کوي چې هند د دغه هیواد د امنیت ګډوډولو لپاره د افغانستان له خاورې کار اخلي.
دا تورونه په داسې حال کې لګول کیږي چې د سیمې د دوو اټومي قدرتونو ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی دی.
هند تل دا ادعاوې رد کړي او پاکستان یې د افراطي ډلو په ملاتړ تورن کړی دی .