په کونړ کې د سید جمال الدین افغان پوهنتون لپاره د طالبانو لخوا ګمارل شوي رئیس، محصلین د لونګۍ په تړلو مجبور کړي دي.
هغه ته په منسوب یو غږیز پیغام کې، نوموړی خبرداری ورکوي چې څوک لونګۍ ونلري، ټولګي ته د ننوتلو اجازه به ونلري.
محصلین وایي چې د طالبانو د دغه چارواکي چلند ډیر سخت دی او هغه په خپله اعتراف کړی چې ډیری یې د ږیرې او لونګۍ نه درلودلو له امله له ازموینې محروم کړي دي.
دې اقداماتو د محصلینو ترمنځ پراخه نارضایتۍ رامنځته کړې ده.
پر محصلینو د ځانګړي پوښاک تحمیلول د افغانستان په اکاډمیک چاپیریال کې د مخ په زیاتیدونکو محدودیتونو یوه برخه ده.
نیوکه کوونکي وایي چې د ښوونیز کیفیت پر ځای د محصلینو پر ظاهري بڼه تمرکز، د پوهنتونونو علمي اعتبار ته زیان رسوي .