لوړپوړې امریکایۍ سناتورې جین شاهین، په قطر کې د «السیلیه» کمپ د تړلو په اړه د بایډن د حکومت پریکړه «د شرم وړ» او «غیر مسوولانه» وبلله.

دا کمپ د هغو افغانانو د لنډمهاله استوګنې یو له اصلي مرکزونو څخه و چې له امریکایي ځواکونو سره یې همکاري کړې وه.


شاهین خبرداری ورکړ چې له روښانه پلان پرته د افغان متحدینو پریښودل، د امریکا ارزښتونو ته خیانت دی او پر واشنګټن نړیوال باور کمزوری کوي.

هغې ټینګار وکړ چې د دې کمپ ډیری اوسیدونکي په امریکا کې د میشتیدو شرایط لري.


د دې مرکز په تړل کیدو سره، د سلګونو افغان کډوالو د برخلیک په اړه اندیښنې زیاتې شوي چې په بې سرنوشته حالت کې دي.

د بشري حقونو فعالان وایي چې افغانستان ته د دې کسانو اجباري ستنول کولای شي د هغوی ژوند له خطر سره مخ کړي .

کډوالي #افغانان #امریکا #قطر #السیلیهکمپ #جینشاهین #پناهغوښتونکي #بشريحقونه #مهاجرتي_سیاست #متحدین

Author