په سویس کې د افغانستان سفیر نصیر احمد اندیشه وایي، د هبت الله اخوندزاده افشا شوی غږیز فایل د طالبانو ترمنځ د سختو داخلي اختلافاتو تایید دی.
هغه په دې باور دی چې طالبان اوس په دوو ډلو کندهار (انزوا غوښتونکي) او کابل (عملګرا) ویشل شوي دي.
اندیشه د ذبیح الله مجاهد د رد په غبرګون کې وویل چې د طالبانو د ویاند لخوا د دې اختلافاتو انکار، د دې ډلې د استبدادي ماهیت نښه ده.
د هغه په وینا، اقتدارګرا رژیمونه د خپل مشروعیت د ساتلو لپاره د دروغجن یووالي نندارې ته اړ دي.
د بي بي سي څیړنه او وروستۍ څرګندونې ښیي چې د طالب مشرانو ترمنځ درز تر هغه ډیر جدي دی چې پټ کړای شي.
د کابل ډله اندیښنه لري چې د کندهار سخت دریځه سیاستونه به د «امارت» د ړنګیدو لامل شي .