داسې راپورونه ورکړل شوي چې روسیه غواړي د جی تی ای ۶ (GTA 6) مشهوره لوبه په خپل هیواد کې بنده کړي. روسي چارواکي وایي چې په دې لوبه کې داسې صحنې شته چې د دوی د ټولنې د اخلاقو سره سمون نه لري. دا لوبه ټاکل شوې ده چې د ۲۰۲۶ کال په نومبر میاشت کې بازار ته راشي.
یو روسي سیاستوال، میخایل ایوانوف ویلي چې د لوبې جوړونکي په قصدي ډول خراب محتوا پکې اچوي. هغه له شرکت څخه غوښتي چې یا دې د روسیې لپاره یوه ځانګړې او پاکه نسخه جوړه کړي، او یا به لوبه په بشپړ ډول بنده شي. دا د لوبو د شرکت لپاره یو لوی مشکل جوړولی شي.
د راک سټار شرکت چې دا لوبه جوړوي، پخوا هم له داسې ستونزو سره مخ شوی دی. لا معلومه نه ده چې دوی به د روسیې غوښتنه ومني که نه. که دا لوبه بنده شي، نو په روسیه کې به میلیونونه ځوانان له دې لوبې بې برخې پاتې شي.

تکنالوژي #ګیم #جیتیای #روسیه #راکسټار #ویډیوګیم #انټرنیټ #ځوانان #پښتو_خبرونه #سانسور

Author