رشمیکا مندانا، چې د سلمان خان سره یې په «سکندر» فلم کې کار کړی، ویلي چې د فلم اصلي کیسه بدله شوې وه. هغې په یوه مرکه کې وویل چې کله ډایرکټر ورته د فلم کیسه وکړه، هغه ډیره جلا وه، خو وروسته په جوړیدو کې هر څه بدل شول.
دا فلم تیر کال په اختر کې خپور شو خو خلکو خوښ نه کړ.
رشمیکا وایي چې په فلمونو کې د کیسې بدلیدل یوه عادي خبره ده. خو د هغې دې خبرو په ټولنیزو رسنیو کې نوي بحثونه راپورته کړي دي.
ډیری خلک وایي چې د فلم د ناکامۍ اصلي لامل همدا بې نظمي او د سلمان خان کمزوری رول و.
په انټرنیټ کې خلکو تبصرې کړي چې د سلمان خان او رشمیکا ترمنځ هیڅ جوړه نه وه او فلم له پیله خراب و. دا خبرې ښیي چې یوازې د لویو ستورو شتون د فلم د بریا لپاره کافي نه دی، بلکې کیسه باید قوي او منظمه وي.