د کابل لپاره د طالبانو والي ملا امین الله عبید په یو کم ساري اقدام کې له امنیتي ساتونکو پرته او په مسافر وړونکي بس کې کندهار ته سفر کړی دی. ویل کیږي دا سفر په وروستیو ورځو کې شوی او هغه د عامو مسافرو په څیر د کابل-کندهار لاره وهلې ده.
دا حرکت د طالبانو لخوا د لویو لارو د امنیت د ښودلو په توګه تبلیغ کیږي. خو منتقدین وايي چې د طالب چارواکو لپاره امنیت له عامو خلکو سره توپیر لري او لا هم جدي ګواښونه شتون لري.
دا په داسې حال کې ده چې په کابل کې وروستیو بریدونو امنیتي اندیښنې زیاتې کړې دي. په تیرو دوو لسیزو کې د افغانستان لویې لارې تل د جګړو او ناامنیو ځای و، خو اوس طالبان د بشپړ امنیت د تامین ادعا کوي.