پاکستاني پولیسو د مانسهرې په شیخ اباد کمپ کې د افغان کډوالو د کورونو د نړولو لړۍ پیل کړې ده. په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې ویډیوګانې د کډوالو د سرپناه د ویجاړولو صحنې ښيي.
د سیمه ییزو سرچینو په وینا، د دې کمپ اوسیدونکو ته خبرداری ورکړل شوی چې باید ژر تر ژره سیمه پریږدي او افغانستان ته ستانه شي. دې کار هلته میشتې کورنۍ سختې اندیښمنې کړې دي.
په وروستیو میاشتو کې په پاکستان کې پر افغان کډوالو فشارونه زیات شوي دي. د بشري حقونو سازمانونو په وار وار له اسلام اباد څخه غوښتي چې له افغان کډوالو سره نرم چلند وکړي او نړیوال قوانین مراعات کړي.

کډوال #افغانستان #پاکستان #مانسهره #افغانکډوال #بشريحقونه #اجباريویستل #دکډوالو_خبرونه #خیبرپختونخوا #پولیس

Author