د رواداري سازمان په یوه نوي راپور کې د طالبانو د محکمو جزايي اصولنامه څېړلې او د هغې د ځینو موادو په اړه یې اندېښنه ښودلې ده.
د راپور له مخې، په دې قانون کې د “باغي” تعریف ډېر مبهم دی او قضایي ادارو ته پراخ او خطرناک واکونه ورکوي.
د دې سند د دویمې مادې په یوولسم بند کې، باغي د “ساعي بالفساد” په توګه تعریف شوی چې ضرر یې عام دی او له وژلو پرته نه اصلاح کیږي.
منتقدان خبرداری ورکوي چې دا مبهم تعریف کیدای شي د سیاسي مخالفینو او مدني فعالانو د ځپلو لپاره وکارول شي.
راپور زیاتوي چې دا ډول قوانین د غیر عادلانه محکمو او سختو سزاوو لپاره زمینه برابروي. د بشري حقونو فعالان اندېښمن دي چې د حکومت پر وړاندې هر ډول نیوکه یا مخالفت ممکن د “بغاوت” تر نامه لاندې له سخت غبرګون سره مخ شي.