د پاکستان پولیسو تایید کړه چې د خیبر پښتونخوا په ډیره اسماعیل خان سیمه کې یو ځانمرګی برید لږترلږه پنځه تنه وژلي او ۱۰ نور یې ټپیان کړي دي.
دا چاودنه د سیمه ایزې سولې کمیټې د مشر، نور عالم محسود په کور کې د واده د مراسمو پر مهال شوې ده .
د لومړنیو راپورونو له مخې، پخپله نور عالم محسود هم په دې پېښه کې وژل شوی دی.
د خیبر پښتونخوا د ژغورنې ویاند بلال احمد فیضي ویلي چې مړي او ټپیان روغتون ته لیږدول شوي او سیمه د امنیتي ځواکونو لخوا کلابنده شوې ده .
د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل افریدي دا برید په کلکو ټکو وغندلو او چارواکو ته یې امر وکړ چې د دې پېښې عاملین وپېژني. دا برید په سیمه کې د امنیتي وضعیت خرابوالی په ډاګه کوي .