ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې د امریکا یوه لویه جنګي بېړۍ د ایران په لور روانه ده. هغه ویلي چې د ایران وضعیت له نږدې څاري او زیاته کړې یې ده چې غوره ګڼي جګړه ونشي، خو بشپړ چمتووالی لري.
دا پوځي خوځښتونه په ایران کې د ۱۴۰۴ کال د مرغومي میاشتې له پراخو لاریونونو او د تهران او واشنګټن ترمنځ د تاوتریخوالي له زیاتېدو وروسته ترسره کیږي.
ټاکل شوې چې په نږدې ورځو کې یوه الوتکې وړونکې بېړۍ او نور پرمختللي تجهیزات سیمې ته ورسیږي.
سیاسي شنونکي باور لري چې د دې ځواکونو استول ایران ته یو روښانه پیغام دی
. په سیمه کې وضعیت خورا نازک بلل شوی او د دواړو هېوادونو د پوځي ځواکونو ترمنځ د یوې ناخوښې نښتې په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.