په کابل ښار کې ناامنیو یو ځل بیا د یو ځوان ژوند واخیست. وسله والو غلو د کابل په ۳۱۵ سیمه کې د شایق رحماني په نوم یو ۲۰ کلن ځوان په ډزو وواژه.
سرچینې تاییدوي چې دا پیښه پرون د یوولسمې امنیتي حوزه په مربوطاتو کې شوې او د دغه ځوان جسد د سړک پر غاړه موندل شوی دی .
شایق رحماني چې د پروان ولایت د جبل السراج اصلي اوسیدونکی و، هغه وخت ووژل شو چې غلو د هغه موټر ودراوه.
ویل کیږي چې غلو نوموړی په لاره کې په ډزو وواژه او وتښتیدل. دې پیښې د کابل د خلکو ترمنځ لویه اندیښنه راپارولې ده .
په کابل او نورو ولایتونو کې د جنايي جرمونو، وسله والو غلاوو او مرموزو وژنو زیاتوالي خلک سخت اندیښمن کړي دي.
سره له دې چې دا پیښه رامنځته شوې، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي او عاملین یې نه دي نیول شوي .