ګارډین ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي چې سیمې ته د یواس اس ابراهیم لینکن کښتۍ په رسیدو سره، ایران د امریکا او اسرائیل د احتمالي برید لپاره چمتووالی نیسي.
د څارونکو په وینا، د دې بریدونو هدف یوازې اټومي پروګرام نه، بلکې د ایران د سیاسي مشرتابه له منځه وړل او د حکومت نسکورول دي .
اکونومیست مجلې هم لیکلي چې په سیمه کې د امریکا پوځي خوځښتونه، لکه د ایف-۱۵ جنګي الوتکو او هوايي دفاعي سیسټمونو ځای پر ځای کول، د یو پراخ برید نښه ده
. دغې رسنۍ درې احتمالي لارې په ګوته کړي چې تر ټولو سخته یې د علي خامنه اي په ګډون د ټول رژیم په نښه کول دي .
شنونکي په دې باور دي چې دا کار کولی شي په ایران کې د خلکو لاریونونه نور هم وهڅوي. پداسې حال کې چې امریکا بیلابیل انتخابونه لري، د سپاه پاسداران او بسیج ځواکونو کمزوري کول او له قهرجنو لاریون کوونکو ملاتړ د دې ستراتیژۍ اصلي موخې بلل کیږي .