د افغان فعالو ښځو د همغږۍ ټولنې په یو پرانیستي لیک کې له اسلامي نهادونو او نړیوالو مشرانو غوښتي چې د طالبانو نوي قوانین په ښکاره توګه وغندي.
دوی ټینګار کوي چې د طالبانو سیاستونه “جنسیتي اپارتاین” دی او د اسلام د عدالت او انساني کرامت له اصولو سره په ټکر کې دی .
په دې لیک کې راغلي چې د نجونو پر زده کړو او د ښځو پر کار بندیز د قاهرې د بشري حقونو له اعلامیې ښکاره سرغړونه ده.
افغان میرمنو خبرداری ورکړی چې د دې بې عدالتۍ پر وړاندې چوپتیا، بې طرفي نه بلکې له ظلم سره ملګرتیا ده او په اسلام کې د ښځو د حذفولو لپاره هیڅ توجیه نشته .
دوی له اسلامي هیوادونو غوښتي چې د روښانه فتواګانو په صادرولو سره ثابت کړي چې د طالبانو کړنې شرعي اساس نلري.
همدارنګه غوښتنه شوې چې د ډیپلوماټیک فشار له لارې دې دا محدودیتونه لرې شي او د افغانستان په راتلونکي کې دې ښځو ته ونډه ورکړل شي .